د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د ۱۵۰۰ متره کانال د جوړولو پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲۷
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د ۱۵۰۰ متره کانال د جوړولو پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه!

د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د منارو څخه تر مولانا عبدالرحمن جامي«رح» فلکه یې پورې د سړک د ختیځ لین د کانال د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۱۵۰۰ متره دی، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۵۲۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د پنځمې ناحیې آمر، د ښاروالۍ مقام د دفتر آمر، د نظارت او ارزونې آمریت د وارسي کونکي، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسـانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.

د «استوار سازان» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو د دې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، چې د کانال د جوړولو چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، د ۲۵ کاري ورځو په موده کې بشپړې شوې دي.

په همدې حال کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه هرکلی وکړ او دا یې د چاپېریال د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د ډنډېدو د مخنیوي لپاره یو مهم او اړین اقدام وباله. هغوی د ورته پروژو پلي کول د ښاریانو د ستونزو په حل کې اغېزمن وبلل او په دې ناحیه کې یې د زیربنایي پروژو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

د هرات ښار په مرکز کې د ځمک‌لاندې لارې د پاتې برخو د قیر اچونې د چارو بشپړېدل!

د هرات ښار په مرکز کې د ځمک‌لاندې لارې د پروژې د پاتې برخو د قیر اچونې چارې تېره شپه د هرات ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې.

د هرات ښاروالۍ مسئولین وایي، چې د دې برخې د چارو په بشپړېدو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه د ښاروالۍ د رهبرۍ او مسئولینو د نظارتي پروګرامونو په دوام، دا ځل د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو لیکل!

د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د. . .

BACK TO NEWS