د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې د کار پرانیسته،ترسره شوه.
د ښاري سړکونو د شبکې د ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا، د دوړو او خاورې د کمښت او د ښاري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۵۰۵ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۸۱۱ زره او ۱۴۱ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، د پنځمې ناحیې آمر، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراوو د رئیسـانو، د سیمې اوسېدونکو او د دې ادارې د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل او پیل شول.
په همدې حال کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د کار له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله;هغوی همدارنګه د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې د هرات ښاروالۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه.
له بلې خوا، د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او په ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
