د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د زین‌العابدین سړکونو د اسفالټ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

web_admin
Sun, Aug 09 2026 11:36 AM
د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د زین‌العابدین سړکونو د اسفالټ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د زین‌العابدین سړکونو د اسفالټ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه له ۴۰۰ مترو څخه زیات اوږدوالی لري، چې پلنوالی یې ۸ او ۱۲ متره دی او د سړک د دواړو غاړو د کانالونو جوړول هم پکښې شامل دي. یاده پروژه د «نګین عزیزي» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري تطبیق شوې ده.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د څوارلسمې ناحیې آمر، د ښاروالۍ مقام د دفتر آمر، د نظارت او ارزونې آمریت د وارسي کونکي، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسـانو او د دې ادارې د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې ترسره شول.

په همدې حال کې، د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله. هغوی همدارنګه د ښار د پراختیا او پرمختګ په برخه کې یې د هرات ښاروالۍ له ټولو پروګرامونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئولینو وویل چې دغه پروژه د ټاکل شویو تخنیکي مشخصاتو او معیارونو سره سم، د اړین کیفیت په رعایتولو سره تطبیق شوې ده.

Latest news

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS