د ښار ښکلا، د بیرغونو لګول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د پیغامونو چاپ او لګول، د ۲۴ اسد په مناسبت د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې په ویاړ.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۹
د ښار ښکلا، د بیرغونو لګول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د پیغامونو چاپ او لګول، د ۲۴ اسد په مناسبت د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې په ویاړ.

د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې د درناوي او نمانځنې په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د ښار واټونه د بیرغونو په لګولو، او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د پیغامونو او د ۲۴ اسد د مناسبت د شعارونو په چاپ او لګولو سره ښکلي او سینګار کړل.

الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروال، د هېواد د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مېړانې او سرښندنو په یادولو سره، د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت ته لارښوونه کړې، چې د (۲۴ اسد)، د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې د کلیزې د نمانځنې او درناوي په موخه، له خصوصي سکتور سره په ګډه لا ډېرې هڅې او هر اړخیز پلانونه ترسره کړي.

په همدې حال کې، مولوي عبدالاحد خیرخواه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، وايي: د دې تاریخي ورځې په مناسبت، ټولټال ۱۲۰ متره مربع په اندازه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) نوم او پیغامونه د شهر نو سیمې پر پلي‌تېرېدونکي پل او د ښاروالۍ پر احاطوي دېوالونو لګول شوي، او همدارنګه ۱۴۴ متره مربع د ۲۴ اسد د مبارکۍ پیغامونه د ښار په لیدلورو بیلبورډونو کې نصب شوي دي.

همدارنګه، د هرات ښاروالۍ له بودجې څخه ۶۰۰ لواء بیرغونه چمتو او د ښار د ګڼې ګوڼې لرونکو واټونو په مسیر کې د برېښنا پر ستنو نصب شوي دي. سربېره پر دې، د ولایت د سړک په مسیر کې، چې د فتحې د کلیزې د نمانځنې مراسم به پکې ترسره شي، رنګارنګ تزئیني څراغونه هم نصب او سیمه په ښکلي ډول سینګار شوې ده.

له بلې خوا، حاجي غلام حضرت امیني، د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر، وايي چې دغه آمریت د تولیدي او صنعتي شرکتونو (سوپرکولا، پامیرکولا، زلال موفق، د لوېدیځ زون صرافانو مجتمع، بیرنج او افغان فیضي رنګ) په همکارۍ، د ښار چوکونه پاک او سینګار کړي، چې له امله یې د ښار ښکلا لا زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې، د هرات له تولیدي او صنعتي شرکتونو سره په همغږۍ، د ښار په یو شمېر چوکونو او څلورلارېو کې مناسبتي تزئیني طاقونه او بیلبورډونه هم نصب شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۹
Background image

د ښار ښکلا، د بیرغونو لګول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د پیغامونو چاپ او لګول، د ۲۴ اسد په مناسبت د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې په ویاړ.

د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې د درناوي او نمانځنې په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د ښار واټونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د زین‌العابدین سړکونو د اسفالټ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څوارلسمې ناحیې اړوند د زین‌العابدین سړکونو د اسفالټ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري، د ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د ۱۵۰۰ متره کانال د جوړولو پروژې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه!

د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د منارو څخه تر مولانا عبدالرحمن جامي«رح» فلکه یې پورې د سړک د ختیځ لین د کانال د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۱۵۰۰ متره دی، د هرات ښاروالۍ د. . .

BACK TO NEWS