د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا لوی مدیریت د ښاري د زرغونتیا او ښکلا لپاره هره ورځ فعالیتونه ترسره کوي.
د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا لوی مدیریت مسؤلان وايي، چې ښاري زرغونتیا ته د لاښه رسیدنې او چاپېریالي ښکلاوو د ساتنې په موخه د یاد مدیریت کاري ډلې هره ورځ د ښار بلوارونو او پارکونو په کچه فعالیتونه ترسره کوي.
د دغه مدیریت د مسؤلانو په وینا، پارکونو کې د پلې لارو جارو کول او خځلو راټولول، پارکونو او بلوارونو کې د چمن تزئین، د ونو قیچي کاري او تنظیم، د پارکونو بیلابیلو برخو کې د ویالو جوړول او د چاپېریال پاکوالی او د ګلانو او تزئیني بوټو د تخم ټولول او تکثیر د دوی ورځني فعالیتونو څخه دي.
همدا ډول، د زرغونو سیمو خړوبول، د نويو قوریو رامنځته کولو لپاره د ځمکې چمتو کول او د پارکونو او بلوارونو دایمي ساتنه او مراقبت د یاد مدیریت ورځني فعالیتونو دي.
د هرات ښاروالۍ د ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، ترڅو د پارکونو د پاکوالي د ساتنې، زرغونو ساحاتو ته د زیان رسیدو مخنیوی ، ښاري اصولو ته پاملرنه او د ښاري چاپېریال د توسعې او ساتنې په موخه د دغې ادارې سره همکاري وکړي.
