د هرات ښاروالۍ مسؤلینو له لوري د پای حصار، درب ملک او خواجه کلې سیمو څخه خنډونه پاک او لېرې شول
د هرات ښاروالۍ د انضباط واحد پرسونل او مارکیټونو د تنظیم آمریت مسؤلینو د ښار د ګڼه ګوڼې سیمو څخه د خنډونو د پاکولو په لړ کې دا ځل د پای حصار، درب ملک او خواجه کلې سیمو څخه خنډونه پاک شول او د سیمې لاسي توکو پلورونکو او کسبګرو ته يې د نظم د لاښه ټېنګښت لپاره لازمې سپارښتنې وکړي.
د ویلو ده، چې د ښار د ګڼه ګوڼې سیمو څخه د خنډونو د لېرې کولو لړۍ د هرات ښاروالۍ ادارې اړوند برخو مسؤلینو له لورې هره ورځ په منظم ډول جریان لري او په دغه برخه کې د هرات ښاروالۍ ادارې مشرتابه لو مسؤلین له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، ترڅو ښار کې د نظم د لاښه ټېنګښت په موخه د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلینو سره همکاري وکړي.