د هرات ښاروال او مل پلاوي له خوا د ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل. دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

web_admin
Thu, Jul 09 2026 8:38 AM
د هرات ښاروال او مل پلاوي له خوا د ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل. دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژه، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د ۲ میلیونه او ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دیارلسمې ناحیې آمر، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت استازي، د سیمې د مشرانو او د ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

په همدې مهال، د دیارلسمې ناحیې د اسحاق سلیمان سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې کانال په بشپړېدو سره به د باراني اوبو او سطحي اوبو د راټولېدو ستونزې هوارې شي او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ او ورځني ژوند په چارو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «محمد کبیري» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څه باندې یوې تقویمي میاشتې په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Wed, Jul 08 2026 11:02 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Green Space Development Project on the Northeastern Side of the Herat Provincial Governor's Office.

The Green Space Development Project, located on the northeastern side opposite the Herat Provincial Governor's Office, was officially inaugurated and commenced. The project covers an. . .

BACK TO NEWS