د هرات ښار د کندهار دروازې په ساحه کې ټولو ګرځنده ټیلیفون پلورونکو لاس‌فروشانو ته د پام وړ!

web_admin
د هرات ښار د کندهار دروازې په ساحه کې ټولو ګرځنده ټیلیفون پلورونکو لاس‌فروشانو ته د پام وړ!

 

محترمو!
په دې وسیله د یادې شوې ساحې ټولو ګرځنده موبایل پلورونکو ته خبر ورکول کېږي، لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست، د هرات ښاروالۍ ریاست د مارکېټونو د پراختیا آمریت د پلان او د درنو هېوادوالو د شکایتونو له مخې، هغه مزدحم فعالیتونه چې د درب قندهار په سیمه کې د بې‌نظمۍ (د عامه لارو د بندېدو) او د ترافیکي جریان د ازدحام لامل ګرځېدلي دي، اړ دي چې خپل فعالیتونه د سلطان آغا کوڅې دننه ټاکل شوو ځایونو ته انتقال کړي.

موضوع د دې خبرتیا له لارې د درب قندهار په سیمه کې ټولو ګرځنده موبایل پلورونکو ته د پوهاوي لپاره رسول کېږي. د سرغړونې په صورت کې به د هغوی مالونه او اجناس راټول او اړوند مسؤول شخص به امنیتي ارګانونو ته معرفي شي، چې له هغې وروسته به د شکایت حق ونه لري.

Documents

د هرات شاروالی خبرتیا

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۷
Background image

د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د بار وړونکو سه چرخو ټولو چلوونکو ته، په ځانګړې توګه د (بهزاد سړک، عیدګاه سړک، خراسان سړک او د مارکېټونو مخې) اړوندو موقعیتونو کې د پام وړ .

په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو باروړونکو سه چرخو چلوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک ټولو شرکت‌،او دوکان لرونکو دپام وړ.

محترمو! په دې وسیله د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک له پیل څخه تر درېیمې څلورلارې پورې د سیمې ټولو شرکت‌لرونکو او دوکاندارانو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د سړک پر سر ټولو ګرځنده چرخ‌دارو او بساط‌ لرونکو د پام وړ.

محترمو! په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو ګرځنده کراچۍ‌والو او بساط‌لرونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او . . .

Back to announcements