د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د بار وړونکو سه چرخو ټولو چلوونکو ته، په ځانګړې توګه د (بهزاد سړک، عیدګاه سړک، خراسان سړک او د مارکېټونو مخې) اړوندو موقعیتونو کې د پام وړ .
په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو باروړونکو سه چرخو چلوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت د ګډ پلان له مخې، د عیدګاه سړک، خراسان سړک، بهزاد سړک او د مارکېټونو مخې ته پر سړک د باروړونکو درېڅرخو موټرونو درول منع دي.
د سرغړونې په صورت کې، باروړونکي درېڅرخونه به د موظفو پرسونل له خوا تثبیت او د ترافیکو مدیریت ته انتقال شي. په دې صورت کې به د یادو موټرو چلوونکي د شکایت حق ونه لري.
والسلام
