د هرات ښاروالۍ د ریاست مقام خبرتیا

web_admin
د هرات ښاروالۍ د ریاست مقام خبرتیا

د هرات ټولو درنو او عزتمندو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو محصول یوازې د دې ادارې د اړوند بانکي سیستم له لارې اخیستل کېږي.

که چېرې د هرات ښاروالۍ د مرکزي څانګو او پنځلس‌ګونو ناحیو کوم کارکوونکی له ښاریانو څخه د نغدو پیسو غوښتنه وکړي یا په دې برخه کې کومه ستونزه رامنځته شي، ښاریان کولای شي خپلې شکایتونه د هرات ښاروالۍ د شکایتونو اورېدنې له شمېرې 0794848462 سره شریک کړي.