د هرات ښاروالۍ انکشافي بودیجې څخه د ۳،۵ میلیون افغانۍ په لګښت د امام مسلم ۳۲ جادې د اسفالټ پروژه بشپړ او ګټنې ته ورسول شوه.

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۵۷
ت

د امام مسلم ۳۲ جادې د بنسټېزو لایو او اسفالټ پروژې چارې د ۴۵۰ متر په اوږدوالي او جادې د دواړو غاړو لښتیو او اړتیا وړ پلچکونو د جوړولو په ګډون ددغې ادارې پرمختیايي بودیجې څخه د ۳،۵ میلیون افغانۍ په لګښت د قراردادي شرکت له لوري بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې پروژې د ګټې اخیستنې ته مراسمو کې د ښاروالۍ ریاست د پلان آمر انجینیر عتیق الله معرفي، د پنځمې ناحیې آمر مولوي محمد نسیم شهیدزاده، د اړوند برخو مسؤلانو، د سیمې مخور، مشرانو او ګذرونو وکیلانو حضور درلود.

د قراردادي شرکت مسؤلان، د پروژې د کیفیت په تړاو ډاډ ورکوي او وايي، چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم او د شرطپاڼې او قرراداد د موادو سره سم په خپل ټاکلې مهال بشپړ شوه.

بلخوا، د امام مسلم ۳۲ جادې سیمې اوسیدونکي د یاد سړک د اسفالټ کولو څخه خوښ دي او وايي، چې د پروژې په بشپړ کېدو سره يې زیاتې چاپېریالي ستونزې هوارې شوي او د تګ راتګ په برخه کې لازم سهولتونه ورته برابر شوي دي.

د ویلو ده، چې د دغې پروژې چارې د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې د سیف الوزیري او قاریزاده صدیقي ساختماني شرکتونو له لوري د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ شوي ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۸:۴۴
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څلورمې ناحیې د ګواليانو سوېلي کانال د چت د سیخ‌لرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو او پرانیستې چارې پیل شوې.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ګواليانو سوېلي کانال د چت یا سقف د سیخ‌لرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو پروژه، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۹۹ زره او ۹۹۹ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۸:۳۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د ملاسیان سړک څخه تر آب بردې پورې د سرپوښ لرونکي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل او عملي چارې یې پیل شوې.

د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د ملاسیان سړک څخه تر آب بردې پورې د ۵۱۰ متره په اوږدوالي د سرپوښ لرونکي کانال د جوړولو پروژه، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۲ میلیونه، ۴۹۲ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جاده د اسفالټ او کانال جوړولو پروژې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جادي د اسفالټ او ورسره د کانال جوړولو پروژې کار، چې اوږدوالی یې ۸۹۱ متره او پلنوالی یې ۱۲ متره دی، د ښاروالۍ د پراختیایي بودجې. . .

BACK TO NEWS