د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ کې د هرات ښاروالۍ ریاست ۷،۶ او ۸ شمېرو ملکیتونو د جوړولو پروژې کار افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې
د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ په موقعیت کې د هرات ښاروالۍ ریاست پر ۶، ۷ او ۸ شمېرو ملکیتونو باندې په تاریخي سبک د هټیو د جوړولو پروژې کار د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د نژدې ۳۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» له لوري په داسي حال کې چې د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو يې ملتیا کوله؛ د هرات ټاور ودانیز شرکت له لوري افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې.
د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» د یادې پروژې د کار د پیل له امله د خوښۍ څرګندولو سربېره د ښاروالۍ ادارې د ټولو پرمختیايي او بنسټيزو پروژو د کار د کیفیت په برخه کې هرات ښاریانو ته ډاډ ورکړ او همدا ډول د هرات ټولو ښاریانو يې وغوښتل، ترڅو د پرمختیايي پروژو د کار د پلي کېدو په برخه کې د هرات ښاروالۍ ادارې سره همکاري وکړي.
د ویلو ده، ټاکل شوې د یادې پروژې چارې د قراردادي شرکت له لوري د ۱۸۰ تقویمي ورځو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د ښاروالۍ ریاست د (۱،۴ او ۵) او ۲،۳ ،۶) ملکیتونو باندې د هټیو د جوړولو پروژې کار د څه باندې ۷۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه پیل شوی او د قراردادي شرکت له لوري چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.