د هرات ښاروالۍ د پنځلس ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو هرات ښاروال سره تعارفي غونډه وکړه

web_admin
Tue, Jan 23 2024 12:14 PM
وکلا

د هرات ښار د پنځلس ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو او د خلکو استازو د هرات ښاروال محترم ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» سره د هرات ښاروالۍ ادارې د ښاري حکومتولۍ رئیس په شتون کې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو هرات نوي ښاروال ته د ښه راغلاست او نوي دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ، همدا ډول خپلې چاپېریالي ستونزې شریکې کړي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ښار د پرمختګ او ودانولو په برخه کې به د هرات ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکو سره به له هيڅ راز هڅو سمپا ونکړي.

په پای کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» د دوی د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو اوریدو سره سره څرګنده کړه، چې د هرات ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکو سره د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو همکاري اړینه او ارزښت لرونکي ده او همدا ډول تري وغوښتل، چې د ښار د پاکۍ او صفايۍ، نیالګیو کښينولو او زرغونو سیمو پراختیا، د عوایدو راټولولو، د پرمختیايي او عام المنفعه پروژو د ساتنې او مراقبت په برخه کې رغنده او هراړخیزه همکاري وکړي.

په ورته مهال کې د ښار د ټولو ناحیو د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو یو ځل بیا د هرات ښاروالۍ له ټولو رغنده پروګرامونو خپل هراړخیز ملاتړ څرګند کړ.

وکلاوکلاوکلاوکلاوکلا

 

Latest news

Wed, Jul 08 2026 11:02 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Green Space Development Project on the Northeastern Side of the Herat Provincial Governor's Office.

The Green Space Development Project, located on the northeastern side opposite the Herat Provincial Governor's Office, was officially inaugurated and commenced. The project covers an. . .

BACK TO NEWS