د هرات ښار مرکز کې تر ځمکې لاندې سړک پروژې د دویمې برخې ودانیزې چارې روانې دي.

web_admin
Sun, Feb 22 2026 11:46 AM
زیر

د زیر ګذر د جوړولو پروژې دغه برخه د درېیمې ناحیې اړوند د فرهنګ چوک څخه بیا د مخابراتو تر جادې غځیدلې او ۳۲۰ متر اوږدوالی او ۸ متر پلنوالی لري، چې د هرات ښاروالۍ له لوري ودانیزې چارې يې په خورا چټکۍ سره روانې دي.

د زیرګذر پروژه دوه فازه لري، چې ټولیز اوږدوالی يې ۶۴۰ متر او پلنوالی يې ۸ متر دی ،چې د دویمې او درېیمې ناحیو اړوند د فهیم مارکیټ څخه بیا د اوبو رسولو تر ریاست او له دغه ځایه بیا د مخابراتو تر جادې پورې غځیدلې او د هرات ښاروالۍ پرمختیايي بودیجې څخه د نژدې ۷۰ میلیون افغانۍ په ارزښت د پلي کېدو په حال کې ده.

د ویلو ده، چې د زیرګذر پروژې په پلي کېدو سره د ترافیکي ستونزو څخه به مخنیوی وشي، ګڼه ګوڼې کچه به راټيټه شي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې زیاتې آسانتیاوي برابرې شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS