د باغ نظرګاه پله نه تر ګازرګاه زیارت شریف پوري د سړک د آسفالټ پروژه په اوږدوالې 2 کیلو متره، په لګښت 36 میلیونه افغانۍ د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجي نه !

web_admin
Wed, Nov 06 2024 10:00 AM
گازرگاه شریف

 هرات ښاروالۍ اتمې ناحيې اړوند باغ نظرګاه پله نه تر ګازرګاه شریف (خواجه عبدالله انصاري رح ) تر زیارت پوري د سړک د آسفالټ پروژه په اوږدوالي 2 کيلو متره پلنوالي 8 متره سره تر کاناله په لګښت د 36 میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ د پراختيايي بودجي نه په حضور د هرات د ښاروال محترم الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب او د دغه اداري مرستیال محترم الحاج مولوی جلال ‌الدین حقدوست د ښاروالي تخنيکي او مسلکي رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌ الجهاد آمرین د اتمې ناحيې ، دفتر، کتني او ارزوني د مربوطه سیمې اوسیدونکي یاده پروژه د کهن کاران سړک جوړوني شرکت له لوري افتتاح او کار يې پیل شو .

گازرگاه


 
د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب د دغه پروژي د افتتاح په مراسمو کي د پروژي د کار او ښه کیفيت په اړه د هرات وښاریانو ته پوره ډاډ ورکي او وي ویل د ښاروالۍ مربوطه انجینیران د ښار د ټولو پروژو څخه په دوامداره توګه کتنه کوي.
 
د هرات ښاروال د قراردادي شرکت د مسئول نه وغوښتل تر څو د ژمې تر رارسیدو مخ کی د دغه پروژي کار تکمیل کړي .
 
په دغه حال کي د اتمې ناحيې خلګو د خوښي په څرګندولو سره وويل د دغه پروژي  په تکميلولو سره به د سیمي اوسیدونکو ته ډیرې آسانتیاوي برابري شي .
 
د ویلو ده یاده پروژه به د قرادادي شرکت له لوري په 6 تقويمي میاشتو کي تکمیل او ګټي اخستني ته به وسپارل شي .

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS