د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ سړک د اسفالټ پروژې پرانیسته او د دواړو غاړو د کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات ښار د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ اصلي سړک د اسفالټ پروژه، چې ۳۹۰ متره اوږدوالی لري او د سړک په دواړو غاړو کې د سرخلاص کانالونو جوړول هم پکښې شامل دي، د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۴۲۳ زره او ۷۶۰ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس، انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، له لوري د اتمې ناحیې د آمر مولوي غلام نبي حقاني، د څارنې او ارزونې آمریت د ارزوونکي، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو د رئیسـانو او د اړوندې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د شرایطو او شرطنامې له مخې، په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، د هرات ښار د اتمې ناحیې د انصاري ۲۰ سړک یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ ستونزې هوارې او د سیمې اوسېدونکو او ښاریانو ته به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «بنیاد ساز کهن» د ودانیز او سړک جوړونې شرکت له لوري د درېیو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
