د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس او مل پلاوي د پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه.

web_admin
Mon, Jul 20 2026 10:46 AM
د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس او مل پلاوي د پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه.

د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس، انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد، له خپل مل پلاوي سره د ښار په مرکز کې د څو مهمو پرمختیایي پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دغو پروژو کې د ښاروالۍ د ۱۲ پوړیزې ودانۍ جوړول، د فهیم مارکېټ څخه تر مخابراتو سړک پورې د سړک قیر کول، د ځمکني لاندی یا زیرگذر دننه د جټ‌فنونو نصب، او د هرات حوزوي روغتون مخې ته د سوداګریز زیر گذر جوړول شامل دي.

د لیدنې او څارنې پر مهال، د فني او مسلکي چارو رئیس او مل پلاوي د پروژو د کار پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ، د کارونو د چټک تطبیق غوښتنه وکړه او د اړوندو قراردادي شرکتونو له مسئولینو یې وغوښتل چې چارې په لا زیاتې جديت او مسؤلیت سره پر مخ یوسي.

عکس

 

Latest news

BACK TO NEWS