د هرات ولایت نوی ښاروال معرفي او رسماً يې په دنده پیل وکړ

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۷:۱۴
معارفه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبت الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر بنسټ، د هرات نوی ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن صاحب د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار له لوري نن رسماً معرفي او په دنده يې پیل وکړ.

د هرات ولایت والي محترم مولانا اسلام جار د هرات نوي ښاروال ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو سربېره، د هرات د مخکنیو ښاروالانو په ځانګړي توګه الحاج ملا عبدالرازق راشد صاحب رغنده کړنې وستایلې او څرګنده يې کړه، چې ښاغلي راشد صاحب د هرات ښار د پرمختیا او پراختیا په چاره کې له هيڅ راز هڅو سپما ونکړه.

د هرات والي شیخ الحدیث مولانا اسلام جار د خپلې وینا په دوام څرګنده کړه، چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې د هرات ښاروالۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ او درنې دي او د هیوادوال خاص ډول هرات ښاریان يې خوشحاله کړي.

په ورته مهال کې د هرات ښاروالۍ ادارې مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست او د ښاري حکومتولۍ رئیس استاد محمد جاوید مایار د خپلو ویناوو پرمهال د هرات نوي ښاروال او مل پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په ورسپارل شویو چارو کې د بریا هیله وکړه.

دوی دغه راز د هرات مخکني ښاروال حاجي راشد صاحب له دوامداره هڅو او رغنده کړنو مننه وکړه او یو ځل بیايې د هرات نوي ښاروال څخه خپل هراړخیز ملاتړ څرګند او همکارۍ اعلان وکړ.

په عین حال کې د هرات نوي ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن صاحب په خپلې وینا کې څرګنده کړه، چې تغیر او بدلون د اسلامي امارت په نظام کې اړین اصل دی او ټول مسؤلان او کارکوونکي باید خلکو ته د خدمت رسونې په چاره کې هڅانده وسي.

هرات ښاروال دغه راز د هرات ښاروالۍ مسؤلانو او کارکوونکو ترمنځ پر لازیاتې همږغۍ ټېنګار وکړ او تري وغوښتل، چې په ورسپارل شوو دندو کې ریښتني هڅې وکړي.

دویلو ده، چې د هرات نوی ښاروال له دې وړاندې د کندهار ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړي وه.

معارفهمعارفهمعارفهمعارفهمعارفه

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۳۲
Background image

فعالیت‌های روزانه مدیریت عمومی سرسبزی شاروالی هرات

مسئولان مدیریت عمومی سرسبزی شاروالی هرات می‌گویند که به‌منظور رسیدگی بهتر به فضا‌های سبز شهری و حفظ زیبایی محیط، فعالیت‌های روزانه تیم‌های کاری این مدیریت در سطح پارک‌ها و بلوارهای شهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۱۴
Background image

کار اعمار فاز دوم پروژهء بزرگ زیرگذر در مرکز شهر هرات به شدت جریان دارد

کار اعمار فاز دوم پروژهء بزرگ زیرگذر، از موقعیت چوک فرهنگ الی جادهء مخابرات مربوط ناحیهء سوم شهر هرات، به طول ۳۲۰ متر و عرض ۸ متر، از سوی شاروالی هرات به سرعت جریان دارد.

شایان ذکر است. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۱۱
Background image

غرس ۵۰۰ اصله نهال ناجو و سرو در فاز اول و دوم پارک شهرک مأمورین شیدایی هرات

هم‌زمان با آغاز فصل نهال شانی در سطح شهر، مدیریت عمومی سرسبزی شاروالی هرات ۵۰۰ اصله نهال ناجو و سرو را در فاز اول و دوم پارک شهرک مأمورین شیدایی  غرس نمود.

به گفتهء مسئولان بخش مربوطه،. . .

BACK TO NEWS