د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جاده د اسفالټ او کانال جوړولو پروژې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او د کار پیل.

web_admin
Wed, Jul 22 2026 8:53 AM
د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جاده د اسفالټ او کانال جوړولو پروژې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جادي د اسفالټ او ورسره د کانال جوړولو پروژې کار، چې اوږدوالی یې ۸۹۱ متره او پلنوالی یې ۱۲ متره دی، د ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۶ میلیونه، ۷۹ زره او ۷۲۰ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد له لوري، د پنځمې ناحیې د آمر مولوي محمد نسیم شهیدزاده، د څارنې او ارزونې آمریت د وارثي کونکي، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو د رئیسانو او د اړوندې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې، په رسمي توګه پرانیستل شو او عملي چار یې پیل شو.

په همدې حال کې، د هرات ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د ښاري پراختیا او انکشاف په برخه کې یې د هرات ښاروالۍ فعالیتونه او لاسته‌راوړنې ارزښتمنې وبللې.

هغوی له ټولو ښاریانو وغوښتل چې د ښاري پروژو د پلي کېدو او ساتنې په برخه کې له ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

هغوی زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ ستونزې، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، تر ډېره حل شي او اوسېدونکو ته به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

له بلې خوا، د پروژې د قراردادي شرکت مسئول ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د قرارداد له شرایطو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلې مودې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل

Latest news

BACK TO NEWS