د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د محبس سړک په شمالي څنډه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او چاریې پیل شوې.
د محبس سړک په شمالي څنډه کې د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۷۲۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحَد خیرخواه، د ښاروالۍ د دفتر او نظارت او ارزونې آمرینو، د لومړۍ ناحیې د مسؤلینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوې او په رسمي ډول یې چارې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې پروژې د پلي کېدو بهیر به په دوامداره توګه د اړوندو انجینرانو او تخنیکي ناظرینو له لوري وڅارل شي، څو چارې یې د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د مشخصاتو او مطلوب کیفیت سره سمې پر مخ ولاړې شي.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړې او د هغې پلي کېدل یې د چاپېریالي وضعیت د ښهوالي، د سطحي اوبو د مدیریت او په سیمه کې د شته ستونزو د هواري لپاره اغېزمن بللي دي. هغوی همدارنګه د پروژې د کار د کیفیت د جدي پاملرنې او په ټاکلې موده کې یې د بشپړېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د «آرش محب» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا درې تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
