د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د محبس سړک په شمالي څنډه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او چاریې پیل شوې.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۳۱
د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د محبس سړک په شمالي څنډه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او چاریې پیل شوې.

د محبس سړک په شمالي څنډه کې د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۷۲۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحَد خیرخواه، د ښاروالۍ د دفتر او نظارت او ارزونې آمرینو، د لومړۍ ناحیې د مسؤلینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوې او په رسمي ډول یې چارې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د دې پروژې د پلي کېدو بهیر به په دوامداره توګه د اړوندو انجینرانو او تخنیکي ناظرینو له لوري وڅارل شي، څو چارې یې د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د مشخصاتو او مطلوب کیفیت سره سمې پر مخ ولاړې شي.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړې او د هغې پلي کېدل یې د چاپېریالي وضعیت د ښه‌والي، د سطحي اوبو د مدیریت او په سیمه کې د شته ستونزو د هواري لپاره اغېزمن بللي دي. هغوی همدارنګه د پروژې د کار د کیفیت د جدي پاملرنې او په ټاکلې موده کې یې د بشپړېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د «آرش محب» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا درې تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۴۱
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه اعمار میدان‌های ورزشی چمن مصنوعی در پارک تخت صفر با هزینه نزدیک به ۵ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار میدان‌های ورزشی چمن مصنوعی در پارک تخت صفر، واقع در ناحیه هشتم شهر هرات، با هزینه‌ای مجموعی ۴ میلیون و ۹۱۰ هزار افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات، به‌گونه رسمی افتتاح و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۲۷
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه اعمار کانال سمت شمال جاده محبس با هزینه‌ای بیش از ۴ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی در ناحیه اول شهر هرات.

کار پروژه اعمار کانال سمت شمال جاده محبس، به طول ۷۲۰ متر و با هزینه‌ای بالغ بر ۴ میلیون و ۱۰۰ هزار افغانی از بودجه انکشافی شاروالی، از سوی محترم الحاج مولوی حمدالله نعمانی، شاروال هرات،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۱۹
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه کانکریت‌ریزی جاده گذر ۲۱ گازرگاه همراه با احداث جویچه‌های آن، با هزینه‌ای حدود یک میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه کانکریت‌ریزی سطح جاده گذر ۲۱، در ساحه مسجد حضرت عمر فاروق (رض) واقع درگازرگاه، همراه با احداث جویچه‌های ناودانی آن، به طول ۲۵۰ متر و عرض ۵ متر، با هزینه مجموعی ۹۳۹ هزار و ۹۹۹. . .

BACK TO NEWS