د هرات ولایت نوی ښاروال معرفي او رسماً يې په دنده پیل وکړ

web_admin
Mon, Jan 15 2024 7:14 AM
معارفه

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ مولوي هبت الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر بنسټ، د هرات نوی ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن صاحب د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار له لوري نن رسماً معرفي او په دنده يې پیل وکړ.

د هرات ولایت والي محترم مولانا اسلام جار د هرات نوي ښاروال ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو سربېره، د هرات د مخکنیو ښاروالانو په ځانګړي توګه الحاج ملا عبدالرازق راشد صاحب رغنده کړنې وستایلې او څرګنده يې کړه، چې ښاغلي راشد صاحب د هرات ښار د پرمختیا او پراختیا په چاره کې له هيڅ راز هڅو سپما ونکړه.

د هرات والي شیخ الحدیث مولانا اسلام جار د خپلې وینا په دوام څرګنده کړه، چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې د هرات ښاروالۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ او درنې دي او د هیوادوال خاص ډول هرات ښاریان يې خوشحاله کړي.

په ورته مهال کې د هرات ښاروالۍ ادارې مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست او د ښاري حکومتولۍ رئیس استاد محمد جاوید مایار د خپلو ویناوو پرمهال د هرات نوي ښاروال او مل پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په ورسپارل شویو چارو کې د بریا هیله وکړه.

دوی دغه راز د هرات مخکني ښاروال حاجي راشد صاحب له دوامداره هڅو او رغنده کړنو مننه وکړه او یو ځل بیايې د هرات نوي ښاروال څخه خپل هراړخیز ملاتړ څرګند او همکارۍ اعلان وکړ.

په عین حال کې د هرات نوي ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن صاحب په خپلې وینا کې څرګنده کړه، چې تغیر او بدلون د اسلامي امارت په نظام کې اړین اصل دی او ټول مسؤلان او کارکوونکي باید خلکو ته د خدمت رسونې په چاره کې هڅانده وسي.

هرات ښاروال دغه راز د هرات ښاروالۍ مسؤلانو او کارکوونکو ترمنځ پر لازیاتې همږغۍ ټېنګار وکړ او تري وغوښتل، چې په ورسپارل شوو دندو کې ریښتني هڅې وکړي.

دویلو ده، چې د هرات نوی ښاروال له دې وړاندې د کندهار ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړي وه.

معارفهمعارفهمعارفهمعارفهمعارفه

 

Latest news

Thu, Apr 10 2025 8:33 AM
Background image

بازدید و نظارت شاروال هرات از جریان کار آسفالت لین شرق سرک خواجه کله الی پایان آب!

الحاج ملا نعمت الله حسن صاحب شاروال هرات از جریان کار پروژهء آسفالت لین شرق سرک خواجه کله الی پایان آب مربوط نواحی هفتم و چهاردهم شهر بازدید و نظارت نمود.

پروژه مذکور به طول مجموعي. . .

Tue, Jan 09 2024 11:45 AM
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د امام مسلم ۵۸ واټ د آسفالټ پروژې د کار له بهیره لیدنه او څارنه وکړه

د هرات ښاروالۍ پرمختیايي پروژو د کار له بهیره د څارنې په لړ کې دا ځل د هرات ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد د دغې ادارې حقوقي سلاکار محمد اکبرشیرزاد او څارنې او ارزونې آمر  انجینیر احمد. . .

Thu, Jan 04 2024 8:17 AM
Background image

د هرات ښاروالۍ د څلورمې او شپږمې ناحیو اړوند

د هرات ښاروالۍ د څلورمې او شپږمې ناحیو اړوند د حوض کرباس څخه بیاتر هواده پورې د سړک د دواړو برخو بنسټ جوړولو او قیر کولو

پروژه د ۲۷۰۰ متر په اوږدوالي او ورسره د کانالونو رغولو پروژې. . .

BACK TO NEWS