د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک ټولو شرکت‌،او دوکان لرونکو دپام وړ.

web_admin
د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک ټولو شرکت‌،او دوکان لرونکو دپام وړ.

محترمو! په دې وسیله د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک له پیل څخه تر درېیمې څلورلارې پورې د سیمې ټولو شرکت‌لرونکو او دوکاندارانو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت د ګډ پلان له مخې، هغه ګڼ‌مېشت فعالیتونه چې د بې‌نظمۍ، ترافیکي ګڼې‌ګوڼې او د عامه لارو د بندېدو سبب ګرځي، اړتیا ده چې مناسبو ساحو ته تنظیم شي.

له همدې امله، د پورته یادې شوې سیمې ټولو شرکت‌لرونکو او دوکاندارانو ته خبر ورکول کېږي چې د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د دوو میاشتو په موده کې فرصت لري، څو خپل ګدامونه مناسبو ځایونو ته انتقال کړي.

له ټولو اړوندو کسانو څخه غوښتنه کېږي چې د ټاکلې مودې په ترڅ کې د دې خبرتیا له حکم سره سم عمل وکړي.

Documents

د هرات شاروالی خبرتیا

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۷
Background image

د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د بار وړونکو سه چرخو ټولو چلوونکو ته، په ځانګړې توګه د (بهزاد سړک، عیدګاه سړک، خراسان سړک او د مارکېټونو مخې) اړوندو موقعیتونو کې د پام وړ .

په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو باروړونکو سه چرخو چلوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او ترافیکو مدیریت د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک ټولو شرکت‌،او دوکان لرونکو دپام وړ.

محترمو! په دې وسیله د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د بهزاد سړک له پیل څخه تر درېیمې څلورلارې پورې د سیمې ټولو شرکت‌لرونکو او دوکاندارانو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

د سینما چوک څخه تر درب ملک پورې د سړک پر سر ټولو ګرځنده چرخ‌دارو او بساط‌ لرونکو د پام وړ.

محترمو! په دې وسیله د درب ملک له سیمې څخه تر سینما څلورلارې پورې د ټولو ګرځنده کراچۍ‌والو او بساط‌لرونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د هرات باستان ولایت د ښاروالۍ ریاست، امنیه قوماندانۍ او . . .

Back to announcements