په چوک سينما سيمه کې د هوايي پياده رو پله جوړونه په لګښت د زياد تر 9 میلیونه افغانیو د هرات ښاروالۍ له لوري د اويسن فارما ګروه کمپنۍ په مالي مرسته افتتاح شو.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۲۴
په چوک سينما سيمه کې د هوايي پياده رو پله جوړونه

دغه هوايي پل د سينما چوک په سيمه کې د هرات ښاروالۍ له لوري د اويسن فارما ګروه کمپنۍ په مالي لګښت، په حضور کې د هرات ولايت مقام مرستيال الحاج مولوى حيات الله مهاجر فراهې، د هرات ښاروالۍ محترم ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب، پانګوال او صنعت کاران، ياد هوايې پل په اوږدوالي 49 متر،جګوالې 5.5 متره او پلنوالي 2.40 متره په لګښت د زياد تر 9 میلیونه افغانۍ د اويسن فارما ګروه کمپنيو په مالي لګښت د احداث ميهن سړک جوړونې شرکت له لورې افتتاح  شو.

په چوک سینما سیمه کی د هوایی پیاده رو

د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب د دغه افتتاحيې په مراسمو کې وویل چې د دغه پله په جوړولو سره وښاريانو ته د تګ راتګ ډيرې آسانتياوې برابريږي. 

دغه رنګه ښاروال صاحب زياته کړه چې دغه رنګه کړنې د ښار د ښکلا په برخه کې ډېر تأثیرات لري او د ترافيکي پيښو مخنیوي هم کيداي شي. 

او د پانګوالو صنعت کارانو دا شان کړنې د ستايلو وړ وګڼلې او د دوي نه يې وغوښتل چې د ښار د آبادولو او پرمختيا لپاره د ښاروالۍ سره لاهم ډېرئ همکارۍ وکړي.

په چوک سینما سیمه کی د هوایی پیاده رو

له بلې خوا د هرات ولايت مقام مرستيال الحاج مولوي حيات الله مهاجر فراهې وویل چې د افغانستان ا. ا. پانګوالو او سوداګرو ته د ښه پانګونې زمينه برابره کړي ده او د دوي نه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي ا. ا سره د وطن د آبادولو په برخه کې پوره مرسته وکړي. 

د ويلو ده چې د دغه هوايي پله کار به د قراردادي شرکت له لوري په 6مياشتو کي تکميل شي. 

په دغه حال کي د هرات ښاريانو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې د دا شان هوايي پلونو جوړيده سبب ګرځي ترڅو د پياده خلګو ته د تګ راټګ آسانتياوې برابري کړي او د ترافيکي پيښو مخنیوي وشي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۱۶
Background image

د هرات ښار مرکز کې تر ځمکې لاندې سړک پروژې د دویمې برخې ودانیزې چارې روانې دي.

د زیر ګذر د جوړولو پروژې دغه برخه د درېیمې ناحیې اړوند د فرهنګ چوک څخه بیا د مخابراتو تر جادې غځیدلې او ۳۲۰ متر اوږدوالی او ۸ متر پلنوالی لري، چې د هرات ښاروالۍ له لوري ودانیزې چارې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۹
Background image

د هرات ملت باغ ځینو برخو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.

د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا عمومي مدیریت له لوري د باغ ملت اړتیا وړ ساحاتو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.

د یاد مدیریت مسؤلان وايي، د دغه نیالګیو د کښېنولو څخه موخه د زرغونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۸
Background image

پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې چارې په جدیت او چټکۍ سره روانې دي.

د هرات ښاروالۍ د انجینیرۍ څانګې مسؤلان وايي، چې پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې شاوخوا 65 سلنه فزیکي پرمختګ کړی او ودانیزې چارې يې په جدیت سره روانې دي.

دغه پل ۱۱۱ متر اوږدوالي او. . .

BACK TO NEWS