د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌ریزي پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

web_admin
Wed, Oct 07 2026 10:27 AM
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د وهاب‌زاده او قصر شیرین کوڅو د کانکریټ‌ریزي پروژې کار په رسمي ډول پرانیستل او پیل شو.

دغه پروژه چې د هرات ښار د اوومې ناحیې اړوند موقعیت لري، د ۱۵۵ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي، د ۳، ۵ او ۷ مترو په بېلابېلو پلنوالي سره، د اړوندو کانالونو له جوړولو سره یوځای پلې کېږي. د یادې پروژې ټولیز لګښت ۱ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانۍ دی چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
د یادې پروژې د کار د پیل مراسم د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د اړوندو برخو د مسئولینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو او د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو په حضور کې ترسره شول.
په همدې حال کې، د هرات ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکو د یادې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د هغې پلي کېدل یې د تګ راتګ د وضعیت او د خپل ژوند د چاپېریال د ښه والي په برخه کې اغېزمن وبلل او هرکلی یې ترې وکړ.
د هرات ښاروالۍ مسئولینو هم ټینګار وکړ چې یاده پروژه دې د تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شویو معیارونو مطابق پلې شي.
له بلې خوا، قراردادي شرکت د پروژې د چارو د پر وخت او باکیفیته بشپړېدو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د قرارداد له شرایطو سره سم به د پروژې چارې په ټاکل شوې موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «مستعدسازان» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS