د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

web_admin
Sat, Aug 29 2026 11:01 AM
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم جوړېږي، د ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۴ زره او ۶۹۲ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د دفتر، نظارت او ارزونې آمریتونو د آمرانو، د دولسمې ناحیې د مسئولینو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو رئیسـانو او د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې د «عمر صالح» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل او پیل شوه.

دغه پروژه د سړک د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا، د سطحي اوبو د غوره مدیریت او په دې سیمه کې د ښاري زیربناوو د وضعیت د لوړولو په موخه پلې کېږي.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سړک او د ژوند د چاپېریال د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګام وباله.
هغوی هیله څرګنده کړه چې د پروژې له بشپړېدو سره به د تګ راتګ او سطحي اوبو اړوند ستونزې هوارې او د دولسمې ناحیې اوسېدونکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

له بلې خوا، د «عمر صالح» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او د قرارداد د شرایطو مطابق، په مطلوب کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:06 PM
Background image

Completion of Asphalt Paving Works on the Remaining Sections of the Underpass Project in Central Herat

Asphalt paving works on the remaining sections of the underpass project in central Herat were completed last night by Herat Municipality.

Municipal officials stated that with the. . .

Sun, Sep 20 2026 9:42 AM
Background image

Herat Mayor and Accompanying Delegation Inspect the Progress of Development Projects in Various City Districts

As part of the ongoing monitoring of development projects across Herat’s 15 city districts, Herat Mayor Haji Mawlawi Hamdullah Nomani, accompanied by officials from the Mayor’s Office,. . .

Wed, Sep 09 2026 10:03 AM
Background image

Herat Municipality Paints and Decorates Walls of Five-Star Hotel

HERAT The Cultural and Social Affairs Section of Herat Municipality’s Urban Governance Directorate has painted and decorated the Islamic Garden Intersection and the walls of the Five. . .

BACK TO NEWS