د هرات ښاروال او مل پلاوي له خوا د ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل. دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژه، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د ۲ میلیونه او ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیفالجهاد، د دیارلسمې ناحیې آمر، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت استازي، د سیمې د مشرانو او د ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
په همدې مهال، د دیارلسمې ناحیې د اسحاق سلیمان سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې کانال په بشپړېدو سره به د باراني اوبو او سطحي اوبو د راټولېدو ستونزې هوارې شي او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ او ورځني ژوند په چارو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «محمد کبیري» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څه باندې یوې تقویمي میاشتې په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
