د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له خوا د ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل، چې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژه، چې ۲۹۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاروالۍ د اړوندو څانګو د مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د شپږمې ناحیې د انکشافي شوراګانو د رئیسانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې، په رسمي ډول پرانیستل شوه او د عملي چارو پیل یې تر سره شو.
په همدې حال کې، د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دې سړک د اسفالټ کولو پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د خپل ژوند د کیفیت د لوړوالي لپاره یو اغېزمن ګام وباله.
هغوی همدارنګه د هرات ښاروالۍ له لوري د ښار د بېلابېلو ناحیو متوازن پرمختګ ته د پاملرنې ستاینه وکړه.
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې دغه پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او په ټاکلې موده کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره به وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «بنیاد ساز کهن» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا د درې تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
