د هرات ښاروال د ښار په کچه د پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۱۱
د هرات ښاروال د ښار په کچه د پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ د مشرتابه او مسؤلینو له لوري د ښار په پنځلسو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو د څارنې د لړۍ په دوام، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د یادې ادارې د مقام دفتر له آمر سره یوځای، پرون شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د میزان په ۱۱مه نېټه، د هرات حوزوي روغتون مخې ته د تجارتي او طبي زیر گذر د جوړولو پروژې او د ښاروالۍ د تر ټولو لویې ۱۲ پوړیزې تجارتي ودانۍ د لومړي فاز، چې په شهرنو سیمه کې موقعیت لري، له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال د یادې لیدنې پر مهال د نوموړو پروژو د پرمختګ بهیر او د چارو کیفیت و ارزوه او د تخنیکي معیارونو د رعایت، د ودانیزو چارو د کیفیت او د پروژو د چارو پر خپل وخت بشپړېدو یې ټینګار وکړ.

محترم مولوي «نعماني» د پروژو له تطبیق کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل، چې د چارو د ترسره کولو بهیر د نقشو، تخنیکي مشخصاتو او ټاکل شوو معیارونو مطابق پر مخ یوسي او پروژې په مطلوب کیفیت او معیاري ډول بشپړې کړي.
د هرات ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي، چې د پراختیايي پروژو څخه به د کیفیت د تأمین، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د پراختیايي بودجو د اغېزمنې استفادې په موخه دوامداره او منظم نظارت په همدې توګه دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د تخت صفر پارک په سیمه کې د مصنوعي چمن لرونکو ورزشي میدانونو د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۴ میلیونه او ۹۱۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

دغه پروژه د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحَد خیرخواه، د ښاروالۍ د دفتر او نظارت او ارزونې آمرینو او یو شمېر ښاریانو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د محبس سړک په شمالي څنډه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او چاریې پیل شوې.

د محبس سړک په شمالي څنډه کې د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۷۲۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت د ګازرګاه شریف د ۲۱م ګذر د سړک د کانکریټ‌اچونې او د ویالو جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د ګازرګاه شریف په سیمه کې د حضرت عمر فاروق (رض) جومات اړوند د ۲۱م ګذر د سړک د سطحې د کانکریټ‌اچونې او د ناوداني ویالو جوړولو پروژه، چې ۲۵۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د هرات. . .

BACK TO NEWS