د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ کې د هرات ښاروالۍ ریاست ۷،۶ او ۸ شمېرو ملکیتونو د جوړولو پروژې کار افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۹:۱۸
افتتاحیه

د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ په موقعیت کې د هرات ښاروالۍ ریاست پر ۶، ۷ او ۸  شمېرو ملکیتونو باندې په تاریخي سبک د هټیو د جوړولو پروژې کار د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د نژدې ۳۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» له لوري په داسي حال کې چې د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو يې ملتیا کوله؛ د هرات ټاور ودانیز شرکت له لوري افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې.

د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» د یادې پروژې د کار د پیل له امله د خوښۍ څرګندولو سربېره د ښاروالۍ ادارې د ټولو پرمختیايي او بنسټيزو پروژو د کار د کیفیت په برخه کې هرات ښاریانو ته ډاډ ورکړ او همدا ډول د هرات ټولو ښاریانو يې وغوښتل، ترڅو د پرمختیايي پروژو د کار د پلي کېدو په برخه کې د هرات ښاروالۍ ادارې سره همکاري وکړي.

د ویلو ده، ټاکل شوې د یادې پروژې چارې د قراردادي شرکت له لوري د ۱۸۰ تقویمي ورځو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د ښاروالۍ ریاست د (۱،۴ او ۵) او ۲،۳ ،۶) ملکیتونو باندې د هټیو د جوړولو پروژې کار د څه باندې ۷۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه پیل شوی او د قراردادي شرکت له لوري چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د ښاري حکومتولۍ نوی رئیس خپلو همکارانو ته معرفي او په کاريې رسماً پیل وکړ.

د هرات ښاروالۍ ادارې د ښاري حکومتولۍ نوی رئیس مولوي عبدالاحد خیرخواه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب)، د ښاروالۍ ادارې مرستیال مولوي جلا الدین حقدوست او د دغې ادارې نورو برخو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۹:۱۸
Background image

د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ کې د هرات ښاروالۍ ریاست ۷،۶ او ۸ شمېرو ملکیتونو د جوړولو پروژې کار افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې

د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ په موقعیت کې د هرات ښاروالۍ ریاست پر ۶، ۷ او ۸  شمېرو ملکیتونو باندې په تاریخي سبک د هټیو د جوړولو پروژې کار د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د نژدې ۳۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۵۶
Background image

د هرات ښار بېلابیلو ساحاتو کې د ښاري نظم کمیسیون عملیاتي پلان جریان لري

د ښاروالۍ ادارې د مارکیټونو د چارو د تنظیم څانګې پرسونل او د دغې ادارې د ښاري انضباط واحد مسؤلانو او ترافيکو لوی مدیریت په همکارۍ د کاراباد پله، نمبریک، ټانک مرکز او جکان اړوند ساحات او. . .

BACK TO NEWS