د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ کې د هرات ښاروالۍ ریاست ۷،۶ او ۸ شمېرو ملکیتونو د جوړولو پروژې کار افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۹:۱۸
افتتاحیه

د هرات لوی جامي جومات سویلي واټ په موقعیت کې د هرات ښاروالۍ ریاست پر ۶، ۷ او ۸  شمېرو ملکیتونو باندې په تاریخي سبک د هټیو د جوړولو پروژې کار د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د نژدې ۳۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» له لوري په داسي حال کې چې د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو يې ملتیا کوله؛ د هرات ټاور ودانیز شرکت له لوري افتتاح او عملیاتي چارې يې پیل شوې.

د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» د یادې پروژې د کار د پیل له امله د خوښۍ څرګندولو سربېره د ښاروالۍ ادارې د ټولو پرمختیايي او بنسټيزو پروژو د کار د کیفیت په برخه کې هرات ښاریانو ته ډاډ ورکړ او همدا ډول د هرات ټولو ښاریانو يې وغوښتل، ترڅو د پرمختیايي پروژو د کار د پلي کېدو په برخه کې د هرات ښاروالۍ ادارې سره همکاري وکړي.

د ویلو ده، ټاکل شوې د یادې پروژې چارې د قراردادي شرکت له لوري د ۱۸۰ تقویمي ورځو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د ښاروالۍ ریاست د (۱،۴ او ۵) او ۲،۳ ،۶) ملکیتونو باندې د هټیو د جوړولو پروژې کار د څه باندې ۷۳ ملیون افغانۍ په لګښت د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه پیل شوی او د قراردادي شرکت له لوري چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه افتتاحیه

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۷:۲۹
Background image

جریان آبیاری درختان داخل بلوارهای سطح شهر از سوی کارکنان سرسبزی شاروالی هرات، همزمان با فرا رسیدن عید سعید قربان!

در آستانهء فرا رسیدن عید سعید قربان و به هدف زیباسازی فضای شهری، روند شستشوی اشجار و درختان بلوارهای عمومی شهر هرات از سوی کارکنان مدیریت عمومی سرسبزی اداره شاروالی آغاز شده است.
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۷:۲۱
Background image

بازدید شاروال هرات و هیئت همراه شان از روند داغ‌گیری سرک‌های عمومی شهر.

الحاج ملا نعمت‌الله حسن، شاروال هرات، همراه با انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، رئیس تخنیکی و مسلکی شاروالی و شماری از مسئولان بخش‌های مربوطه این اداره، از جریان کار داغ‌گیری سرک‌های عمومی. . .

BACK TO NEWS