د باغ نظرګاه پله نه تر ګازرګاه زیارت شریف پوري د سړک د آسفالټ پروژه په اوږدوالې 2 کیلو متره، په لګښت 36 میلیونه افغانۍ د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجي نه !

هرات ښاروالۍ اتمې ناحيې اړوند باغ نظرګاه پله نه تر ګازرګاه شریف (خواجه عبدالله انصاري رح ) تر زیارت پوري د سړک د آسفالټ پروژه په اوږدوالي 2 کيلو متره پلنوالي 8 متره سره تر کاناله په لګښت د 36 میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ د پراختيايي بودجي نه په حضور د هرات د ښاروال محترم الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب او د دغه اداري مرستیال محترم الحاج مولوی جلال الدین حقدوست د ښاروالي تخنيکي او مسلکي رئیس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد آمرین د اتمې ناحيې ، دفتر، کتني او ارزوني د مربوطه سیمې اوسیدونکي یاده پروژه د کهن کاران سړک جوړوني شرکت له لوري افتتاح او کار يې پیل شو .

د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب د دغه پروژي د افتتاح په مراسمو کي د پروژي د کار او ښه کیفيت په اړه د هرات وښاریانو ته پوره ډاډ ورکي او وي ویل د ښاروالۍ مربوطه انجینیران د ښار د ټولو پروژو څخه په دوامداره توګه کتنه کوي.
د هرات ښاروال د قراردادي شرکت د مسئول نه وغوښتل تر څو د ژمې تر رارسیدو مخ کی د دغه پروژي کار تکمیل کړي .
په دغه حال کي د اتمې ناحيې خلګو د خوښي په څرګندولو سره وويل د دغه پروژي په تکميلولو سره به د سیمي اوسیدونکو ته ډیرې آسانتیاوي برابري شي .
د ویلو ده یاده پروژه به د قرادادي شرکت له لوري په 6 تقويمي میاشتو کي تکمیل او ګټي اخستني ته به وسپارل شي .