د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د فراشان سړک د آسفالت پروژې د کار پیل د هرات ښار د لسمې ناحیې اړوند د فراشان سړک د قیر اچونې پروژې چارې، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.

web_admin
Thu, Oct 15 2026 8:44 AM
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د فراشان سړک د آسفالت پروژې د کار پیل  د هرات ښار د لسمې ناحیې اړوند د فراشان سړک د قیر اچونې پروژې چارې، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.

د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۲۳۲ زره او ۷۴۶ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملاً یې کار پیل شو.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې، ښاري پلانونو د ترتیب او لسمې ناحیې آمرانو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.

د هرات ښاروالۍ مسؤلین د پراختیایي پروژو د پلي کېدو پر دوام په ټینګار سره وایي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د پراختیایي بودجې په اغېزمنې استفادې سره د ښاریانو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د ښاري بنسټیزو تاسیساتو د وضعیت د ښه والي زمینه برابره کړي.

د ښاروالۍ مسؤلینو د سیمې له اوسېدونکو څخه هم وغوښتل، چې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو او ساتنې په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکو د یادې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د دې پروژې پلي کېدل یې د سړک د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د سیمې د اوسېدونکو د ترانسپورټي ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن ګام وباله.

له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د یادې پروژې چارې به د تخنیکي مشخصاتو او د قرارداد د شرایطو سره سم، د شاوخوا څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
 

Latest news

Thu, Oct 15 2026 8:46 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Farashan Road Asphalt Project in Herat’s Tenth District at a Cost of Approximately AFN 7.5 Million.

Work on the Farashan Road asphalt project, located in the Tenth District of Herat City, was officially inaugurated and launched by Al-Haj Mawlawi Hamdullah Nomani, Mayor of Herat. The. . .

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

BACK TO NEWS