د هرات ښاروال او مل پلاوي له‌خوا د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژېه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

web_admin
Mon, Oct 12 2026 9:10 AM
د هرات ښاروال او مل پلاوي له‌خوا د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژېه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژه، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د سړک د آسفالت او په دواړو غاړو کې د ۳۶۰ مترو کانالونو د جوړولو چارې پکښې شاملې دي، د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۴ زره او ۶۹۲ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه شوې ده.
یاده پروژه د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له‌خوا، د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې آمریتونو مسؤلینو، د دولسمې ناحیې آمر، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د ښاري زیربناوو د ښه والي په برخه کې د انکشافي پروژو پلي کول د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي، چې د دا ډول پروژو په پلي کولو سره د ښاریانو د تګ راتګ او د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو هرکلی کړی او دا یې د سړک او خپل چاپېریال د وضعیت د ښه والي په برخه کې یو اغېزناک ګام بللی دی. هغوی هیله څرګنده کړې، چې د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به د تګ راتګ ستونزې او د سطحي اوبو د راټولېدو ستونزې راکمې او د سیمې اوسېدونکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

له بلې خوا، د «عمر صالح» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړی، چې د دې پروژې چارې د تخنیکي معیارونو او د قرارداد د شرایطو سره سم، په مطلوب کیفیت ترسره شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د یوې میاشتې څخه په زیاته موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Latest news

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS