د هرات ښاروالۍ خبرتیا د خواجه کلې له جنوبي لین څخه تر برامان پورې د مسیر ټولو درنو دوکاندارانو، ګرځنده پلورونکو (تربار پلورونکو) او چرخ‌او‌بساط لرونکو د پام وړ!

web_admin
د هرات ښاروالۍ خبرتیا  د خواجه کلې له جنوبي لین څخه تر برامان پورې د مسیر ټولو درنو دوکاندارانو، ګرځنده پلورونکو (تربار پلورونکو) او چرخ‌او‌بساط لرونکو د پام وړ!

محترمو!
په دې وسیله د یادې شوې ساحې ټولو مسؤلینو، دوکاندارانو او د کراچۍ او بساط (سبزي‌فروشان) لرونکو ته خبر ورکول کېږي چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۲۱) ګڼې فرمان پر بنسټ، د یادې شوې ساحې ټولو کراچۍ او بساط لرونکو ته لارښوونه کېږي چې خپلې کراچۍ او بساطونه د مارکېټونو د پراختیا آمریت د طرحې او پلان مطابق، د ساحې د شمالي لین په امتداد کې په یوه قطار کې ځای پر ځای کړي.

هیڅ دوکاندار او کراچۍ‌وال حق نه لري چې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه له پلي‌لارې او سړک څخه استفاده وکړي.

د موضوع په اړه د دې اطلاعیه له لارې عامه پوهاوی ورکړل شو. د سرغړونې په صورت کې به د هغوی اجناس او مالونه راټول او انتقال شي او وروسته به د شکایت حق ونه لري.

Documents

د هرات شاروالی خبرتیا

Latest announcements

Sat, Sep 26 2026 10:51 AM
Background image

Public Notice to All Buyers and Sellers of Scrap (Namaki) in the Fifteen Districts of Herat City

Dear Respected Citizens,

Recently, following an assessment of urban challenges, the development of solutions and necessary measures to address obstacles to urban order, and efforts to . . .

Back to announcements