د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
Mon, Sep 28 2026 2:55 PM
د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

 

د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ له یو شمېر مسئولینو او انجنیرانو سره یوځای، د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه لیدنه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ۵مه، د یکشنبې ورځې په مازدیګر، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر آمر، د انجینري عمومي مدیر او د اړوندو برخو د یو شمېر څارونکو انجنیرانو په حضور کې ترسره شوه.

د یادې لیدنې په جریان کې، له تخت صفر څخه تر غیاثیه پوهنتون پورې د حلقوي سړک د اسفالټ د سترې پروژې، د تخت صفر په میدانچه کې د پهلوانۍ «کشتي‌ګیرۍ» د میدان د جوړولو او د ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند د انجیل ویالې د استنادي دېوال د جوړولو پروژو د چارو بهیر وکتل شو او څارنه یې ترسره شوه.

د هرات ښاروال د یادې لیدنې پر مهال قراردادي شرکتونو ته لارښوونه وکړه، چې پروژې د فني معیارونو له مخې او په ټاکلې موده کې په معیاري ډول بشپړې کړي او د چارو د پلي کېدو په بهیر کې له هر ډول ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

له بلې خوا، د یادو پروژو قراردادي شرکتونو مسئولینو هم د ژمي موسم د نږدې کېدو په پام کې نیولو سره ژمنه وکړه، چې د چارو د پلي کېدو بهیر به چټک کړي او پروژې به په ټاکلې موده کې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښاروالۍ د اړوندو برخو مسئولین، له څارونکو انجنیرانو سره یوځای، هره ورځ د هرات ښار د ناحیو په کچه د پراختیايي پروژو د چارو له کیفیت او بهیر څخه په دوامدار ډول څارنه او ارزونه کوي، څو د پروژو چارې په معیاري او ستندرد ډول عملي شي.

نظارت

نظارت

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:47 AM
Background image

Opening and Inauguration of the Bademorghan Road to Bakrabad Square Drainage Channel Project at a Cost of Approximately AFN 3 Million

The drainage channel construction project along Bademorghan Road to Bakrabad Square, covering the fifth, sixth, and seventh neighborhood blocks of District 3 of Herat City, has been. . .

Wed, Sep 30 2026 10:45 AM
Background image

Herat Mayor Inaugurates and Opens the Asphalt Road Project at the End of Erfan Township with a Cost of AFN 4 Million

The asphalt road project at the end of Erfan Township, including the construction of drainage channels on both sides of the road, located in District 6 of Herat City, has been completed. . .

BACK TO NEWS