د هرات ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مرادبخش او معلم ۳ سیمو کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
Tue, Nov 03 2026 2:29 PM
د هرات ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مرادبخش او معلم ۳ سیمو کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د جي ۶ ګذر په خواجه مرادبخش شمال لوري (د ویالې په پای) او معلم ۳ سیمو کې د کانال جوړولو پروژه، چې ټولټال ۵۲۵ متره اوږدوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د مرستیال محترم الحاج مولوي جلال‌الدین حقدوست له لوري، د لومړۍ ناحیې د آمر، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل شوه.
په همدې حال کې، د جي ۶ ګذر یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته سپارلو هرکلی وکړ او دا یې د شته ستونزو د حل، د ښاري چاپېریال د وضعیت د ښه‌والي او د ښاریانو د هوساینې د زیاتوالي په برخه کې اغېزناک ګام وباله. دوی د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته د هرات ښاروالۍ د پاملرنې له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د «آسمان سا» ساختماني شرکت له لوري د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 11:08 AM
Background image

First-Layer Asphalt Paving Work Underway Along the Eastern Lane of the Main Road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection in District 8 of Herat City.

Herat Municipality has begun the first-layer asphalt paving work along the eastern lane of the main road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection, located in District 8 of Herat City. . .

BACK TO NEWS