د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د اسحاق سلیمان د ډبرین کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

web_admin
Sat, Oct 24 2026 9:25 AM
د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د اسحاق سلیمان د ډبرین کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې د اسحاق سلیمان د ډبرین کانال د جوړولو پروژه، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د ۲ میلیونه او ۳۹۲ زره افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې آمریتونو، د دیارلسمې ناحیې آمریت د مسؤلینو، د سیمې د مشرانو او د یادې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې حال کې، د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دغه کانال په جوړېدو سره د اوبو د ویالو او د سطحي اوبو د راټولېدو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، هوارې شوې او د سیمې اوسېدونکو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د «محمد کبیري» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څه باندې یوې میاشتې په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 11:08 AM
Background image

First-Layer Asphalt Paving Work Underway Along the Eastern Lane of the Main Road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection in District 8 of Herat City.

Herat Municipality has begun the first-layer asphalt paving work along the eastern lane of the main road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection, located in District 8 of Herat City. . .

BACK TO NEWS