د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د فراشان سړک د آسفالت پروژې د کار پیل د هرات ښار د لسمې ناحیې اړوند د فراشان سړک د قیر اچونې پروژې چارې، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.
د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۲۳۲ زره او ۷۴۶ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملاً یې کار پیل شو.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي چارو رئیس انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې، ښاري پلانونو د ترتیب او لسمې ناحیې آمرانو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
د هرات ښاروالۍ مسؤلین د پراختیایي پروژو د پلي کېدو پر دوام په ټینګار سره وایي، چې د هرات ښاروالۍ هڅه کوي د پراختیایي بودجې په اغېزمنې استفادې سره د ښاریانو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د ښاري بنسټیزو تاسیساتو د وضعیت د ښه والي زمینه برابره کړي.
د ښاروالۍ مسؤلینو د سیمې له اوسېدونکو څخه هم وغوښتل، چې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو او ساتنې په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکو د یادې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د دې پروژې پلي کېدل یې د سړک د وضعیت د ښه والي، د تګ راتګ د اسانتیا او د سیمې د اوسېدونکو د ترانسپورټي ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن ګام وباله.
له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د یادې پروژې چارې به د تخنیکي مشخصاتو او د قرارداد د شرایطو سره سم، د شاوخوا څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
