د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفالت پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
Mon, Oct 12 2026 8:52 AM
د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفالت پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفات او بنسټ جوړونې پروژه، چې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۹۱۸ زره او ۵۳۵ افغانیو په لګښت بشپړه شوې، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له‌خوا، د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې آمریتونو مسؤلینو، د اتمې ناحیې آمر، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه، چې ۷۸۱ متره اوږدوالی او ۱۰.۵ متره پلنوالی لري، د سړک د آسفالت، بنسټ جوړونې او د دواړو غاړو د کانالونو جوړولو چارې پکښې شاملې دي، د «آباد ګستر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له‌خوا په دوو میاشتو کې بشپړه شوې ده.
د هرات ښاروالۍ مسؤلین په ښاري کچه د انکشافي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت په ټینګار سره وایي، چې د دا ډول پروژو پلي کول د سړکونو د وضعیت په ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ په اسانتیا او د ښاري زیربناوو په پراختیا کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، د پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې دغه پروژه د تخنیکي معیارونو سره سم او په مطلوب کیفیت بشپړه شوې ده.
له بلې خوا، د هرات ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې د دغه سړک قیر اچونې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

افتتاح

 

Latest news

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS