د هرات ښاروالۍ ریاست او د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ترمنځ د دوه اړخیز تفاهم‌لیک لاسلیک.

web_admin
Sat, Oct 10 2026 12:29 PM
د هرات ښاروالۍ ریاست او د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ترمنځ د دوه اړخیز تفاهم‌لیک لاسلیک.

د ښاروالیو د چارو د عمومي انسجام محترم ریاست د ۴۰۳ ګڼې، د ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ نېټې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د نهال‌نشانۍ اهمیت او ارزښت، د ښار د پاکوالي او نظافت او د ښار او چاپېریال په وړاندې د ښاریانو د مسؤلیتونو په اړه د اسلام له نظره، د هرات ښاروالۍ او د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
 
د دغه تفاهم‌لیک پر بنسټ، د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د زمینې د برابرولو ترڅنګ، له دې وروسته به د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ښاري چارو اړوند موضوعاتو، لکه د ښار د پاکوالي او نظافت او د ښار په وړاندې د ښاریانو د مسؤلیتونو په اړه، د جوماتونو د خطیبانو له‌خوا وعظ او خبرې کېږي.
 
د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله (نعماني) د ښاروالۍ او حج او اوقافو د ادارو ترمنځ د همکارۍ د تفاهم رامنځته کېدل د ښاري فرهنګ د ترویج او پیاوړتیا لپاره زمینه‌ساز وبلل او په دې برخه کې یې د جوماتونو د خطیبانو پر اغېزمن رول ټینګار وکړ. د هرات ښاروال وایي، د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو، د نبي کریم ﷺ د احادیثو او د علماوو او مشرانو د ویناوو پر بنسټ، ټول انسانان د یو بل د حقونو او د پاکوالي او نظافت رعایت ته مکلف دي، او اړتیا ده چې دغه شرعي او اسلامي مسؤلیتونه د منبرونو له لارې، چې د مسلمانانو د لارښوونې مهمه وسیله ده، خلکو ته ورسول شي.
 
په همدې حال کې، د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي بازمحمد (نایاب) د ښاري اصولو او ښاري فرهنګ رعایت د ټولو ښاریانو مسؤلیت وباله او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ د روحیې د رامنځته کولو په برخه کې یې د دغه محترم ریاست د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس د هرات ښاروالۍ د ښاري زیربناوو د پراختیا، پاکوالي او د پنځلس‌ګونو ناحیو په کچه د سترو پروژو د پلي کولو په برخو کې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو له آمریت څخه یې وغوښتل، څو ځانګړې موضوعګانې، لکه د تنظیفي حشرونو ترسره کول، پارکونو او شنو ساحو ته د ښاریانو پاملرنه او له ښاروالۍ ادارې سره د خلکو د همکارۍ جلبول، د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ د فرهنګي او ښوونیزو پروګرامونو له لارې ښاریانو ته ورسوي.

Latest news

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS