د هرات ښاروالۍ خبرتیا د خواجه کلې له جنوبي لین څخه تر برامان پورې د مسیر ټولو درنو دوکاندارانو، ګرځنده پلورونکو (تربار پلورونکو) او چرخاوبساط لرونکو د پام وړ!
محترمو!
په دې وسیله د یادې شوې ساحې ټولو مسؤلینو، دوکاندارانو او د کراچۍ او بساط (سبزيفروشان) لرونکو ته خبر ورکول کېږي چې د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د (۲۱) ګڼې فرمان پر بنسټ، د یادې شوې ساحې ټولو کراچۍ او بساط لرونکو ته لارښوونه کېږي چې خپلې کراچۍ او بساطونه د مارکېټونو د پراختیا آمریت د طرحې او پلان مطابق، د ساحې د شمالي لین په امتداد کې په یوه قطار کې ځای پر ځای کړي.
هیڅ دوکاندار او کراچۍوال حق نه لري چې د ترافیکي ګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه له پليلارې او سړک څخه استفاده وکړي.
د موضوع په اړه د دې اطلاعیه له لارې عامه پوهاوی ورکړل شو. د سرغړونې په صورت کې به د هغوی اجناس او مالونه راټول او انتقال شي او وروسته به د شکایت حق ونه لري.
