ټولو درنو او عزتمندو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ښاري ژوند د فرهنګ د ودې او پیاوړتیا او همدارنګه د پاکوالي او نظافت د فرهنګ د بنسټیز کېدو په موخه.

web_admin
Mon, Oct 05 2026 3:24 PM
ټولو درنو او عزتمندو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ښاري ژوند د فرهنګ د ودې او پیاوړتیا او همدارنګه د پاکوالي او نظافت د فرهنګ د بنسټیز کېدو په موخه.

د هرات ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د تلې میاشتې په ۱۵مه، چهارشنبه د هرات باستان د دولتي ادارو د مسئولینو، خصوصي سکتور، خیریه بنسټونو او درنو ښاریانو په ګډون د «عامه تنظیفي حشر» پروګرام ترسره کړي.
 
له همدې امله، له ټولو درنو ښاریانو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کېږي، چې د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي او د هرات ښار ــ چې زموږ د ټولو ګډ کور دی ــ پر وړاندې د مسئولیت‌پذیرۍ د احساس له مخې، د چهارشنبې په ورځ سهار ۸:۰۰ بجې د پروګرام د ترسره کېدو ځای، د هرات ولایت مقام مخې ته، حضور به هم ورسوي، ترڅو لاسونه سره یو کړي او د هرات ښار په ټولو پنځلسو ناحیو کې د پاکوالي او نظافت فرهنګ بنسټیز کړو.
 
یادونه: مهرباني وکړئ په ټاکلي وخت د عامه حشر د پروګرام په ځای کې حاضر شئ.
 

Latest news

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS