د هرات ښاروالۍ په ورځني ډول ۸۰۰ متر مکعب خځلې او کثافات د ښار د بیلابېلو سیمو څخه راټول او له ښاره بهر لیږدوي.

web_admin
Sun, Sep 27 2026 9:10 AM
د هرات ښاروالۍ په ورځني ډول ۸۰۰ متر مکعب خځلې او کثافات د ښار د بیلابېلو سیمو څخه راټول او له ښاره بهر لیږدوي.

د هرات ښاروالۍ د تنظیف برخې هڅانده او زیارکښه کارکوونکي شپه او ورځ د ښار بېلابېلو ناحیو کې د عمومي کانالونو او لښتیو پاکولو، د خځلو او کثافاتو راټولولو او انتقال او د واټونو او پلي لارو د جارو کولو باندې بوخت دي، چې دغه چارې په دوو شیفتو شپه او ورځ کې ترسره کوي.

د هرات ښاروالۍ د تنظیف څانګه د ښار پر پاکوالي د ټېنګار سربېره له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي، ترڅو د ښار د پاکۍ په برخه کې همکاري وکړي او خځلي او کثافات په ټاکل شوو ځایونو کې وغورځوي.

په ورته مهال کې د هرات ښاریان د ښاروالۍ ادارې د تنظیف برخې کارکوونکو له زیار او بې وقفې فعالیتونو له امله قدرداني کوي او د ښاري تنظیف د اصولو د رعایت سربېره د ټولو تنظیفي برنامو ملاتړ څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ښاروالۍ د تنظیف برخې مسؤلان وايي، چې ورځني ډول ۸۰۰ مترمکعب خځلې او کثافات د ښار د بیلابیلو سیمو راټولوي او بهر ته يې انتقالوي.

د دوی په وینا، د ښار دوامداره پاکوالی د خلکو د همکارۍ پرته شوني نه ده او د هرات ښاریانو غواړي، چې د ښار تنظیفي اصول رعایت کړي، ترڅو پاک، سالم، منظم او ښکلی ښار ولرو.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 11:08 AM
Background image

First-Layer Asphalt Paving Work Underway Along the Eastern Lane of the Main Road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection in District 8 of Herat City.

Herat Municipality has begun the first-layer asphalt paving work along the eastern lane of the main road from Mustofiat to Bagh-e-Murad Intersection, located in District 8 of Herat City. . .

BACK TO NEWS