د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د داخلي فوټسال سیالیو د پایلوبه ترسره شول.

web_admin
Tue, Sep 22 2026 3:38 PM
د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د داخلي فوټسال سیالیو د پایلوبه ترسره شول.

د ښاروالیو چارو د عمومي انسجام ریاست د لارښوونې له مخې،چې په ښاروالیو کې د ورزشي فعالیتونو د ترسره کولو او د ورزشکارانو د ملاتړ په اړه شوې وه، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت له لوري د ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت او د عوایدو الف آمریت ترمنځ د فوټسال د پایلوبې سیالي ترسره شوه.

د دغو سیالیو دا پړاو، چې د هرات ولایت د بدني روزنې ریاست په همغږۍ د میرویس صادق په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوی و، د ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت د فوټسال لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېد. د عوایدو آمریت «الف» لوبډلې دویم او د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت فوټسال لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې، چې د ښاروالۍ د ادارې د رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحد خیرخواه د دې سیالیو د ترسره کولو په برخه کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت له هڅو څخه په قدردانۍ سره، ورزش د ځوانانو د روغتیا او سالمتیا لامل وباله او د دولتي ادارو ترمنځ د فوټسال سیالیو، او ورپسې د هرات ښاروالۍ د منتخبې لوبډلې او د ولسوالیو له ښاروالیو سره د فوټسال سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړ.

په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر حاجي غلام حضرت امیني وویل، چې سپېڅلی دین اسلام له نشه‌يي توکو او نشه‌کوونکو څخه د ډډې کولو ترڅنګ، د ټولنې ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول ځوانانو، ته د ورزش او سالمې روغتیا سپارښتنه وکړه.

د دې پروګرام په پای کې، د دولتي مسئولینو له لوري د اتلولۍ جام، د دویم او درېیم مقام جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورزشکارانو ته ووېشل شول.

Latest news

Tue, Sep 22 2026 3:41 PM
Background image

Futsal Tournament Final Held Among Herat Municipality Departments and the 15 District Offices

The final match of the internal futsal tournament among the departments of Herat Municipality and the offices of its 15 urban districts was held as part of efforts to promote sports. . .

Tue, Sep 22 2026 3:24 PM
Background image

Opening and Commencement of Asphalt Paving Project on the Southern Road of Herat Grand Mosque

The asphalt paving project for the southern road of the Grand Mosque in Herat City has been officially inaugurated and commenced, covering a length of 220 meters and an average width of. . .

Sun, Sep 20 2026 3:06 PM
Background image

Completion of Asphalt Paving Works on the Remaining Sections of the Underpass Project in Central Herat

Asphalt paving works on the remaining sections of the underpass project in central Herat were completed last night by Herat Municipality.

Municipal officials stated that with the. . .

BACK TO NEWS