د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

web_admin
Sat, Aug 29 2026 11:16 AM
د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او د سیخ لرونکي کانکریټي کانال جوړولو پروژې چارې، چې ټولټال ۵۱۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ × ۰.۴ متره مقطع لري، د ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۵ میلیونه، ۳۴۶ زره او ۱۳۵ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د څلورمې ناحیې، دفتر، نظارت او ارزونې آمریتونو د آمرانو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو رئیسـانو او د اړوندو برخو د یو شمېر مسئولینو په حضور کې د «بنیاد برتر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل او پیل شوه.

د «بنیاد برتر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دغه پروژه به د تخنیکي معیارونو او د قرارداد د شرایطو مطابق، په مطلوب کیفیت او ټاکلې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې، د څلورمې ناحیې د امام بخاري کوڅو یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سړکونو او ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن اقدام وباله.
هغوی هیله څرګنده کړه چې د پروژې له بشپړېدو سره به د تګ راتګ او سطحي اوبو اړوند ستونزې راکمې او لا ډېرې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې د دې پروژې چارې د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:06 PM
Background image

Completion of Asphalt Paving Works on the Remaining Sections of the Underpass Project in Central Herat

Asphalt paving works on the remaining sections of the underpass project in central Herat were completed last night by Herat Municipality.

Municipal officials stated that with the. . .

Sun, Sep 20 2026 9:42 AM
Background image

Herat Mayor and Accompanying Delegation Inspect the Progress of Development Projects in Various City Districts

As part of the ongoing monitoring of development projects across Herat’s 15 city districts, Herat Mayor Haji Mawlawi Hamdullah Nomani, accompanied by officials from the Mayor’s Office,. . .

Wed, Sep 09 2026 10:03 AM
Background image

Herat Municipality Paints and Decorates Walls of Five-Star Hotel

HERAT The Cultural and Social Affairs Section of Herat Municipality’s Urban Governance Directorate has painted and decorated the Islamic Garden Intersection and the walls of the Five. . .

BACK TO NEWS