د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند، د باغ زنانه له سیمې څخه تر درب ملک پورې د کانکریټي کانال د جوړولو پروژې چارې، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت، په رسمي ډول پرانیستل شوه.

web_admin
Tue, Aug 04 2026 10:58 AM
د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند، د باغ زنانه له سیمې څخه تر درب ملک پورې د کانکریټي کانال د جوړولو پروژې چارې، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت، په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د سطحي اوبو د اغېزمن مدیریت، د سړکونو د تخریب د مخنیوي، د اوبو د ډنډېدو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د کمولو او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د رنانه باغ له سیمې څخه تر درب ملک پورې د کانکریټي کانال د جوړولو پروژه، چې ۷۹۰ متره اوږدوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۶۱۴ زره او ۴۳۴ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر آمر او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې، د «آسمان سا» ساختماني شرکت له لوري په رسمي ډول پرانیستل او عملي کار یې پیل شو.

د «آسمان سا» ساختماني شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلې مودې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې، د هرات ښار د نهمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي، او همدارنګه به د استوګنیزو کورونو، دوکانونو او سړکونو پر لور د اوبو د بهېدو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Oct 10 2026 12:41 PM
Background image

Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs Sign a Bilateral Memorandum of Understanding

A bilateral Memorandum of Understanding (MoU) was signed between Herat Municipality and the Provincial Directorate of Guidance, Hajj and Religious Affairs, following Letter No. 403. . .

Wed, Oct 07 2026 10:43 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Asphalt Paving and Road Subgrade Project on Kababian Road at a Cost of Approximately AFN 10 Million

The asphalt paving and road subgrade project on Kababian Road, located in District 6 of Herat City, was officially inaugurated and commenced in accordance with the road improvement plan. . .

BACK TO NEWS