د څه باندې ۵ میلیون افغانۍ په لګښت د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د بلوارونو د خړوبولو سیستم پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۸:۲۶
بلوار

د هرات ښار مختلفو مسیرونو کې لکه د فرقې بیا تر کاریزک ، نمبریک څخه تر کارآباد او تخت صفر څخه بیا تر ګمرک پورې په نويو جوړ شوو بلوارونو کې د آبیارۍ سیستم او دري کړۍ ژور څاګانو د جوړولو پروژې کار د ۱۰۸۴۰ متر په اوږدوالي د هرات ښاروالۍ داخلي عوایدو څخه د نژدې ۵،۵ میلیون افغانۍ په لګښت افتتاح او عملي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

دغه پروژه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) له لوري او د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي ریاست رئیس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، د سیمې مخورو او اوسیدونکو او د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو په شتون کې پرانیستل شوه او د فرید ترین ودانیز شرکت له لوري يې عملي او ودانیزې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستلو پرمهال د هرات ښاروالۍ ووی ، چې د ښار په بلوارونو کې د دغه سیستم په رامنځته کېدو سره، د زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې به ستونزې هوارې شي او د شنو فضاوو د توسعې لپاره به زمینې نورې هم برابرې شي.

د هرات ښاروال، له ټولو ښاریانو غوښتنه کړه، چې د زرغونو سیمو د ساتنې، مراقبت او پراختیا په چاره کې د دغې ادارې سره همکاري وکړي.

بلخوا، د قراردادي شرکت مسؤل وايي، چې دغه پروژه به د پلان سره سم په لوړ کیفیت او ټاکلې معیاد بشپړوي.

د ویلو ده، ټاکل شوې دغه پروژه د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته ورسول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له خوا د ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل، چې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژه، چې ۲۹۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ متره مربع د شنې ساحې د جوړولو پروژې پرانیسته او د چارو پیل، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د شنو سیمو د پراختیا او د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه، د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ مربع مترو په مساحت د شنې ساحې د جوړولو پروژې چارې، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۸:۳۲
Background image

د هرات ښار په مرکز کې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذر د هوا تهویې او اطفائیې سیسټم فعالېزې.

د مناسبې هوا تهویې د برابرولو، د خوندیتوب د کچې د لوړولو او د احتمالي پېښو د اغېزمن مدیریت په موخه، د هرات ښاروالۍ له لوري د فهیم مارکېټ څخه تر مخابراتو سړک پورې د سترې لاندې لارې یا. . .

BACK TO NEWS