خواجه کلي نه تر پایان آب پوري د آسفالټ پروژه دواړه لینه په اوږدوالي مجموعی ټوګه 3 کیلو متره نه زیاد په لګښت د شاوخو 44.5 میلیونه د هرات ښاروالۍ د پراختیایې بودجي نه !

web_admin
Thu, Oct 24 2024 8:59 AM
خواجه کلي نه تر پایان آب پوري د آسفالټ پروژه دواړه لینه

د هرات ښاوالۍ څوارلسمې او وهمې ناحیو اړوند خواجه کلې نه تر پایان آب پوري دوه لینه لویدیځ او ختیځ خوا سړک د آسفالټ پروژه په اوږدوالي شاوخوا3200 متره په مجموعي توګه پلنوالي په منځنئ توګه هر لین 9 متره په لګښت د شاوخوا 44.5 میلیونه افغانۍ د هرات ښاروالۍ د پراختیایې بودجی نه په حضور د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب آمرین د دفتر او څوارلسمې او وهمې ناحیو د سیمې اوسیدونکي او سپین ږیري یاده پروژه د انکشاف غرب سړک جوړونی قراردادي شرکت له لوري افتتاح  شول.

خواجه کله تر پایین آب

د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجي صاحب د دغه افتتاحیې په لړ کي د همدا شان پروژو د ښه کیفیت په اړه وټولو ښاریانو ته ډاډ ورکی او ویویل د ښاروالۍ انجینیران او مربوطه مسوولین د پروژو د کار د کیفیت نه لیدنه کوی .

د هرات ښاروال د قراردادي شرکت د مسوولینو نه غوښتنه وکړه ترڅو د انکشافي پروژو کار په معیاري او استندرد ډول او په ټاکلی وقت سره د ژمی تر رارسیدو مخکي سر ته ورسوي 

په دغه حال کی د مربوطه ناحیو اوسیدونکو د خوښئ په څرګندولو سره وایې د دغه پروژي په تکمیلولو سره به وعامو خلګو ته د تګ راتګ ډیری آسانتیاوي رامنځ ته شي  

 

دوی د ښاروالۍ دا شان کړني وستایلي او د عامو خلګو یې غوښتنه وکړه چي د ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړی        

د ویلو ده چي یاده پروژه به د قراردادي شرکت له لوري په 6 میاشتو کي تکمیل او ګټي اخستني ته وسپارل شي.
 

Latest news

BACK TO NEWS