د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د ښاري حکومتولۍ نوی رئیس خپلو همکارانو ته معرفي او په کاريې رسماً پیل وکړ.

web_admin
Sun, Mar 24 2024 11:06 AM
معرفی

د هرات ښاروالۍ ادارې د ښاري حکومتولۍ نوی رئیس مولوي عبدالاحد خیرخواه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب)، د ښاروالۍ ادارې مرستیال مولوي جلا الدین حقدوست او د دغې ادارې نورو برخو ځینو مسؤلانو له لوري نن ورځ ۱۳/۹/ ۱۴۴۵ سپوږمیز نيټه خپلو همکارانو ته معرفي او رسماً يې په کار پیل وکړ.

د هرات ښاروال او د دغې ادارې مرستیال د ښاري حکومتولۍ نوي رئیس پېژند غونډه کې نوموړي ته په دنده د بریا غوښتنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ ادارې مشرتابه همدا ډول د ښاري حکومتولۍ له نوي رئیس څخه غوښتنه وکړه؛ ترڅو ښاریانو ته پر وخت د خدماتو وړاندې کولو په چاره کې له هيڅ راز هڅو سپما ونکړي.

بلخوا؛ د ښاري حکومتولۍ نوي رئیس د هرات ښاروالۍ مشرتابه په حضور کې ژمنه وکړه، چې هرات ښاریان ته د چوپړ او  اړوند چارو کې به له هيڅ راز هڅو سمپا ونکړي.

معرفیمعرفیمعرفی

 

Latest news

BACK TO NEWS